د افغانستان لویې څارنوالۍ د خپلو ۵ کارکوونکو پر وژنه خواشیني وښوده

ارشیف

د افغانستان لویې څارنوالۍ د خپلو ۵ کارکوونکو د وژل کېدو په اړه خواشیني وښوده.

لویه څارنوالي وايي، دغه ۵ کارکوونکي یې نن په ده سبز ولسوالۍ کې د دوی پر موټرو د وسله والو په حمله کې وژل شوي دي.

ځینو اژانسونو خبر ورکړی، چې په وژل شویو کې ۲ تنه څارنوالان هم شامل دي.

لویې څارنوالۍ په خپله اعلامیه کې ویلي دا ډول پېښې به د عدالت د تامین او قانون د حاکمیت لپاره د دوی پر هوډ کوم تاثیر ونه کړي.

دغه اداره وايي چې دا پېښې په جدیت څېړل کېږي.

د لویې څارنوالۍ پر موټر د شوې حملې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی.