ایران: لا تر اوسه د ایراني تولیداتو یوه کښتۍ وینزویلا ته نه ده رسېدلې

په پام کې وه، د ایران په تولیداتو بار دغه کښتۍ پرون یکشنبه ناوخته وینزویلا ته ورسېږي.

د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د ایران سفارت وايي، د ایراني تولیداتو یوه کښتۍ وینزویلا ته تر اوسه نه ده رسېدلې.

د لومړي سوپر مارکېټ د پرانیستلو لپاره په پام کې وه، د ایران په تولیداتو بار دغه کښتۍ پرون یکشنبه ناوخته وینزویلا ته ورسېږي.

د ایران د سفارت چارواکو د شنبې په ورځ په ټویټر کې دا تحول په هغه څه کې چې سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه او د ورورۍ اړیکې بللې وې، یوه بریا بللې وه.

په دې اړه یې نور جزئیات نه وو ورکړي.

ایران تر دې مخکې تېره میلادي میاشت یو نیم میلیون بېرله تېل د مرستې په توګه وینزویلا ته لېږلي وو.

وینزویلا چې د امریکا به سویل کې د تېلو له عمده تولیدوونکو ګڼل کېده، د ژور اقتصادي بحران پر مهال د نفتي موادو له کموالي سره مخامخ دی.

پر وینزویلا او ایران دواړو د امریکا متحدو ایالتونو له خوا بندیزونه لګول شوي دي.