د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، تهران او کابل په ایران کې په قانوني توګه د افغان کډوالو د اوسېدو په اړه کار پیل کړی دی.
دا د هغو موافقو له ډلې یوه ده چې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حنیف اتمر په مشرۍ د پلاوي په سفر کې له ایراني چارواکو سره شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل چې له ایراني چارواکو سره د افغانستان د اتباعو د ملاتړ، مصونیت او د وروستیو پیښو اړوند څېړنو د جدي تعقیب په اړه هم توافقات حاصل شوي، خو هغهیې نور جزئیات ورنهکړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له افغان کډوالو سره خشونت ته قاچاق وړونکو زمینه برابره کړې ده.
د ایران او افغانستان اړیکې وروسته تر هغې ترينګلې شوې چې د روان کال د ثور د میاشتې په ۱۲مه د افغانستان او ایران د ګډې پولې سره ۴۶ افغانان چې د افغان حکومت په وینا ایراني ځواکونو په زور اړ کړی وو د هریرود سیند ته ځانونه ورغوځوي له املهيې ۱۲ افغانان ووژل شول، ۱۷ له اوبو ژوندي ووتل او د ۱۷ نورو مړی ژوندی لا هم نهدي معلوم.
له دې پېښې وروسته د ايران په یزد ښار کې د ایراني پولیسو په ډزو کې د یو شمېر افغان کډوالو د وژل کېدو او زخمي کېدو پېښې هم په اړیکو کې ترینګلتیا له زیاته کړه.