روسیه او امریکا د اټمي وسلو د زېرمو د کمولو په اړه خبرې پیلوي

ارشیف

تمه ده چې روسیه او د امریکا متحده ایالات د خپلو اټمي وسلو د زېرمو د کمولو په اړه نن دوه ورځنۍ خبرې پیل کړي.

په دې غونډه کې چې د اتریش پلازمېنه ویانا به‌یې کوربنه وي، د نیو سټارټ په نوم د ستراتېژیکو وسلو د کمولو د تړون په چوکاټ کې د لیرې واټن ویشتونکو اټمي سروکو د کمولو پر موضوع خبرې کېږي.

د ستراتېژیکو وسلو د دغه مهم تړون له مخې چې روسیه‌یې د غځېدو غوښتونکې ده، هر یو هېواد به لیرې واټن ویشتونکي اټمي سروکې تر۱۵۵۰ پورې محدودوي. د دغه تړون د اعتبار موده په فبرورۍ میاشت کې پای ته رسېږي.

مسکو په کراتو کراتو خبرداری ورکړی چې که دغه تړون نوی نه‌شي، د وسلو نوې سیالي به ډېره خطرناکه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې له ډېرو نړیوالو ټړونونو یې هېواد ایستلی یا د ختمېدو په صورت کې بیا هغه نه‌دي نوي کړي ویلي چې له روسیې سره د وسلو د کنټرول دوه اړخیز تړونونه زاړه دي او د اټمي وسلو په اړه هر راتلونکي تړون کې باید چین هم شامل وي.