تورخم، سپین بولدک او غلام خان لویې لارې د سوداګرو پرمخ پرانیستل شوې

تورخم لار

د تورخم، سپین بولدک او غلام خان لویې لار نن د سوداګرو پر مخ پرانیستل شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې نن راغلي چې د افغانستان حکومت د غوښتنې پر بنسټ دغه لارې پرانیستل شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي له دې اقدام څخه هرکلی کوي وایي له دې وروسته به هره ورځ په تازه مېوو بار ۱۵۰ لارۍ د غلام خان، سپین بولدک او تورخم له لارې پاکستان ته صادر شي.

د دغې خونې مرستیال یونس مومند وویل چې دغه صادرات به یوازې د ۱۰ ورځو لپاره وي او له هغه وروسته به بیا ځلې تصمیم ونیول شي.

په ورته وخت کې د خصوصي متشبثینو د ټولنې مشر رحم‌الدین حاجي اغا وایي له سهار نه تر اوسه پورې په ترکاریو بار ۱۰ موټرو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې او دا لړۍ روانه ده چې په وینا یې دا د سوداګرو لپاره ښه زېری دی.

پاکستان د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي له امله دغه لارې د افغان صادراتو پر مخ وتړلې او یوازې له تېرو دوو میاشتو راهیسې له دې لارې واردات ترسره کېدل.

له دې امله په افغانستان کې چې اوس د مېوو د پخېدو فصل دی اکثره مېوې له خرابېدو سره مخ شوې چې د کروندګرو، بڼوالو او سواګرو جدي اندېښنه‌يې راوپاروله.

افغانستان په کلني ډول نږدې یو میلیارده ډالر صادرات لري چې ډېره برخه‌يې پاکستان او د هغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته ترسره کېږي.