بریتانیا کې د چړې برید او وژنې په تور یو ۲۵ کلن ځوان ونیول شو

ارشیف

په بریتانیا کې د هغه برید په تور یو ۲۵ کلن ځوان نیول شوی چې درې کسان په‌کې ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د چړې په وسیله دغه برید د شنبې په ورځ ماښام د ریدینګ ښار په فوربي باغ کې وشو.

دا ښار له لندن نه ۶۴ کیلو متره واټن کې پروت دی.

د بریتانیا پولیسو پرون له غرمې وروسته دا یو ترهګریز برید یاد کړ او ویې‌ویل، انګېزه‌یې لا معلومه نه‌ده.

پولیسو د نیول شوي کس هویت نه‌دی په ډاګه کړی، خو بریتانوي رسنیو ویلي، دا ځوان خیري سعدالله نومېږي او لیبیایي پناه غوښتونکی دی.