د خوست محبس کې د بندیانو اعتصاب پای ته ورسېد

د خوست د محبس بندیان

نن د یکشنبې ورځې ناوخته ماسپښین د خوست محبس لسګونو بندیانو چې له شنبې ورځې يې خولې د اعتراض په ډول ګنډلې وې، خپل اعتصاب پای ته ورساوه.

دوی د بندیانو دوسیو ته پر وخت نه رسېدل، د بندیانو ناسم غذايي رژیم، خپلو کورنیو سره هغوی د ملاقاتونو اجازې نه ورکول، په دې محبس کې له اصلي ظرفیته د زیاتو کسانو استوګه او په محبس کې د نه‌شه يي توکو د پېر، پلور او کارونې ډېروالی د اعتصاب لاملونه وبلل.

د بندیانو ستونزو او غوښتنو د اورېدو لپاره د خوست مرستیال والي په مشری یو پلاوی هم محبس ته ورغلی وو، چې د بندیانو له استازو سره تر خبرو او موافقې وروسته هغوی خپل اعتصاب ختم کړ.

د هاشم دراز مسید په نوم یو بندي چې د اعتصاب کوونکو بندیانو په استازیتوب يې خبرې کولې مشال راډیو ته وویل، بندیانو ځکه خولې ګنډلی، چې څوک يې غږ او فریاد نه اوري.

د سردار محمد ګربز په نوم یو بل بندي وايي، چې بندیان په ټولو برخو کې ستونزې لري، د محبس پولیس ورځې، بسترې یو بل ځای غورځوي، له یوې کوټې يې بلې کوټې ته بیايي او دوی سره هېڅ مشوره نه کوي.

یو تن پخوانی حکومتی ولسوال چې اوس په محبس کې بندي دی وايي، د قانون خلاف په دې محبس کې داسې بندیان شته، چې تر دوه کلونو پورې بې سرنوشته دي او درې ګونو محکمو پرې حکم نه‌دی کړی.

د خوست د ولایتي شورا مرستیال جانمیر ځاځي د بندیانو نیوکو او غوښتنو ته په کتو د ولایت مقام او نورو اړوندو ادارو وغوښتل، چې د بندیانو د ټولو ستونزو د څېړنې لپاره یو پلاوی وګماري.

ده وویل، محبس کې د شته ظرفیت دوه برابره ډېر بندیان اوسېږي، نو حکومت باید د دې لپاره یوه چاره جوړه کړي، یا دې په دې محبس کې نوې ابادۍ وکړي.

د خوست محبس د مسؤلینو په وینا، چې د ولسمشر د وروستیو فرمانونو په اساس ۲۲۷ تنه له دې محبسه خوشې شوي دي.

د دوی په خبره یاد محبس د ۲۴۰کسانو په ظرفیت جوړ شوی، خو دا مهال په کې د ځای د نشتون له کبله ۵۷۹ بندیان د قید موده تېروي.