د تخار سیمهییز چارواکي په چاه اب ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو په برید کې د ولسي پاڅون کوونکو د ۱۰ وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر نن یکشنبې ازادۍ راډیو ته وویل چې پاڅونوالو ته دا مرګژوبله په بېشتیک سیمه کې اوښتې.
هغه زیاته کړه: "طالبانو تېره شپه لس بجې د چاه اب ولسوالۍ د بېشتېک سیمې پر پوستو چې ولسي پاڅونوال په کې دي برید وکړ، له دوه ساعته نښتې وروسته طالبانو ته هم درنه مرګ اوښتې ده خو له بده مرغه لس تنه پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي."
ښاغلي اسیر همداراز وویل، طالبانو د تخار ولایت په نمک اب ولسوالۍ کې هم پر دولتي پوستو حمله وکړه.
هغه زیاته کړه چې په دې حمله کې هم طالبانو او هم دولتي ځواکونو ته تلفات اوښتي دي خو د شمېر په اړه یې څه ونه ویل.