ایران کې د وروستیو پېښو په تړاو افغان او ایراني چارواکو لیده کاته کړي

د عکس ښي لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او چپ لورته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن په تهران کې له خپل ایراني سیال محمدجواد ظریف سره په ایران کې له افغان وګړو سره د ناوړه چلند د وروستیو پېښو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې اتمر او ظریف د دې پېښو د تکرار د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه: "په غونډه کې تفاهم وشو چې د دواړو هېوادونو ګډې کاري کمېټې په سرحد او ایران کې دننه د وروستیو پېښو په اړه هراړخېز بحثونه وکړي، د هغو عوامل مالوم او تحقیقات یې بشپړ او د دې پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره هر اړخیز اقدامات وکړي."

دا سفر داسې مهال کېږي چې د ایران د امنیتي ځواکونو د ډزو په نتیجه کې د یو موټر د سوځېدو په پېښه کې د څو افغانانو مرګ‌ژوبلې او همداراز د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا هریرود سیند ته د یو شمېر افغانانو د غورځولو له ادعاوو وروسته په افغانستان کې د ایران ضد احساسات پارېدلي دي.

په دې اړه د افغان او ایراني چارواکو څرګندونو په دواړو هېوادونو کې د خلکو او چارواکو پراخ غبرګونونه پارولي دي.