د خوست غلام خان سوداګریز بندر سبا پرانیستل کېږي

د غلام خان بندر یوه څنډه

تمه ده چې د خوست د غلام خان مهم تجارتي بندر سبا پرانیستل شي.

افغان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د خوست والي ته د دې بندر د پرانیستو لارښوونه وکړه او نن رسنیو د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا لاره سبا د چنګاښ په دوهمه د دواړه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ پرانیستل کېږي.

غلام خان له تورخم او سپین بولدک وروسته د هېواد درېیم لوی بندر دی چې چارواکي یې د پرانیستو خبر ورکوي.

افغان چارواکي وايي، د غلام خان لاره د پاکستان ستر سوداګریز بندر کراچۍ ته د نورو لارو پرتله نږدې ۴۰۰ کیلومتره لنډه ده.