د چین پارلمان د هانګ کانګ لپاره د نوي اساسي قانون مسوده چمتو کوي

ارشیف، د چین پارلمان

د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې په پام کې ده د چین پارلمان د هانګ کانګ د ملي امنیت د نوي قانون په اړه چې د مسودې د طرحې مهم جزئیات یې پرون د جون په شلمه خپاره شول په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره بحث وکړي.

ټاکل شوې د چین د خلکو د ملي کانګرس کمېټه د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په دې اړه د بحث لپاره په پېکېنګ کې درې ورځنۍ غونډه پیل کړي.

تمه ده دا قانون د جولای په لومړۍ نېټه چې له بریتانیا څخه چین ته د هانګ کانګ د سپارلو د ۲۳ مې کلیزې په مناسبت تصویب شي.

د هانګ لپاره دا نوی قانون د چین امنیتي ادارو ته په هانګ کې د فعالیت اجازه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې که دا اقدامات عملي شي، واشنګټن به د هغو امتیازونو له ورکولو چې هانګ کانګ ته‌یې منلي وو، ډډه وکړي.