امنیتي مسئولین: خوست کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د خوست مرکز او موسی خېلو ولسوالۍ ترمنځ لویه لار کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال

د خوست امنیتي چارواکي وايي، ۱۸ تنه وسله وال پرون وروسته له هغه ووژل شول چې پر افغان ځواکونو یې د خوست موسی خیلو د لویې لارې د بیارغونې پرمهال برید وکړ.

د تندر قول اردو د رسنیو مسوول ایمل خان مومند نن یکشنبې ازادۍ راډيو ته وویل، طالبانو ته دا مرګ ژوبله هغه مهال واوښته چې پر افغان ځواکونو یې حملې وکړې.

هغه زیاته کړه: "د دې لارې د پرانیستې په لړ کې وسله والو طالبانو په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول، په ټوله کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي."

د خوست له مرکز څخه موسی خېلو ولسوالۍ ته غځېدلی کچه لاره چې د زوړ کوټ، ګبر منګل او د جاني خېلو ولسوالۍ خلک تګ راتګ پرې کوي په څونډي کلي سیمه کې په بمونو الوځول شوې او له څو ورځو راهیسې بنده وه.