مزار شریف کې د بېنډيو حاصلات ۱۵زره ټنو ته پورته شوي

بېنډۍ د هېواد یو له هغو سبزیو یادېږي چې ډېر اخیستونکي او د مزار بېنډۍ بیا د ښه خوند له امله ډېر اخیستونکي لري.

سږ کال د مزار شریف د بېنډيو حاصلات ۱۵زره ټنو ته پورته شوي دي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې د دوي ارزونې په ګوته کوي چې سږکال د دغه ولایت د بېنډيو حاصلات د پام وړ زیاد شوي او دا به د بزګرو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست امر ذبیح‌الله زوبین وایې، تېرکال د بلخ د بېنډپو حاصلات ۱۴زره ا و ۴۹۶ متریک تنو ته رسېدل.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست په وینا سږکال د بېنډیو حاصلات د تېر کال په پرتله نږدې ٦ سلنه زیات شوي دي.

بېنډۍ د هېواد یو له هغو سبزیو یادېږي چې ډېر اخیستونکي او د مزار بېنډۍ بیا د ښه خوند له امله ډېر اخیستونکي لري.