د برتانیا پولیسو نن وویل، د دې هېواد په سویلي ښار ریډینګ کې پرونۍ حمله چې درې کسان په کې مړه او درې نور سخت ټپیان شول یوه تروریستي پېښه وه.
پولیس وايي، یو ۲۵ کلن ځوان چې دا برید یې په یوازې ځان د چړې په وسیله، کړی و، د پولیسو په توقیف کې دی.
پولیسو د بریدکونکي هویت نه دی افشا کړی خو نامالومو امنیتي سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د پېښې په تړاو ۲۵ کلن لیبیايی وګړی خریري سعدالله نیول شوی.
ډیلي ټلګراف ورځپاڼې هم دا راپور تایید کړی دی.
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن پر پېښه خواشیني څرګنده کړه، ویې ویل چې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره که اړتیا پېښه شي، نو د ده حکومت به په قوانینو کې هم بدلون راولي.