اردغان: ترکیه د نړۍ ۱۰ سترو اقتصادي هېوادونو غړیتوب ته نږدې شوې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې هېواد یې هېڅ کله د نړۍ په لسو سترو اقتصادي قدرتونو په ډله کې غړیتوب ته نه‌و نږدې شوی.

رجب طیب اردغان پرون، د جون په ۲۰مه، په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د کرونا ویروس له وبا څخه باید د ځان د لرې کولو هڅې زیاتي کړي.

اردغان وویل: "موږ هېڅ کله دې ته چې د نړۍ په لسو سترو اقتصادي قدرتونو کې وګڼل شو نه‌وو نږدې شوي، موږ یوازې هغه وخت په خپلو هڅو کې بریالي کېدلای شو چې له دې وبا ځان لرې کړو، له دې کبله د داسې هېواد په توګه چې ۸۳ میلیونه وګړي لري له احتیاط او کلک عزم سره پر مخ حرکت کوو."

د ورلډ میټرز په نوم ویب‌پاڼې چې په نړۍ کې کرونا ویروس په اړه معلومات خپروي، د جون په ۲۰مه، وویل چې په ترکیه ۱۸۵ زره او ۲۵۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۴۹۰۵ تنه په 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ مړه شوي دي.