افغان حکومت: هند او چین ترمنځ وروستۍ نښتې د ټولې سیمې په زیان دي

ارشیف

د افغانستان حکومت د هند او چین ترمنځ وروستۍ وسله‌والې نښتې چې د نوي ډيلي او پیکنګ ترمنځ یې پوځي او سیاسي روابط متاثره کړي، د ټولې سیمې په زیان بللي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د جون په ۲۰ مه، په یوه بیان کې چین او هند دواړه د افغانانو تاریخي دوستان بللي دي او د دې دوو اټومي قدرتونو ترمنځ کړکېچ یې د اندېښنې وړ بللی دی.

په بیان کې د هند او چین پر حکومتونو غږ شوی چې لانجه په سوله‌یيز ډول حل کړي.

د هند او چین پوځيانو د تېرې دوشنبې په شپه د لداغ په نوم په سرحدي سیمه کې جنګ وکړ.

د هند حکومت وویل چې په نښته کې یې ۲۰ عسکر وژل شوی او له چینايي لوري هم ۴۰ عسکر وژل شوي او زخمیان شوي دي.

چین خپل لوري ته د رسېدلي تاوان په اړه رسمي بیان نه‌دی خپور کړی.

دواړو خواوو پر یوه او بل تور پورې کړی چې د فرضي سرحد له موافقې یې تېری کړی دی.

له هغه راهیسې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی دی.