په هرات کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې پولیس ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.
د هرات د پولیسو سرپرست ویاند عتیقالله وثیق ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو پر هاموې موټر دغه چاودنه نن سهار د هرات-اسلام قلعه ترمنځ لاره کې وشوه.
ښاغلی وثیق زیاتوي: "نن سهار زموږ د لویې لارې کنډک د ګمرک د مشر د ساتنې لپاره د هغه د کار ځای ته روان و، د کهسان ولسوالۍ اړوند قدوساباد سیمه کې د دوی ټانک پر ماین وربرابر شو چې پایله کې یې درې سرتېري ووژل شول او درې نور ژوبل شول."
ښاغلي وثیق وویل چې دغې چاودنه کې د هرات د ګمرک مشر ته زیان نهدی اوښتی.