په پروان کې چارواکي وايي، د جبل السراج ولسوالۍ کې د دوو ځوانو نجونو مړي موندل شوې دي.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شاهکار د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د دې دوه نجونو مړي د دې ولسوالۍ په تګلر سیمه کې موندلي دي.
د نوموړې په وینا د وژل شویو نجونو هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی، او جسدونه یې د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په پروان کې ددې دوو نجونو جسدونه په داسې حال کې پیدا کېږي چې په سیمه کې د ازادي رادیو خبریال وايي، دې ولایت کې وروستیو کې د غیرې مسئولو وسله والو پراخ حضور او ګرځېدو راګرځېدو خلک اندېښمن کړي دي.