ټاکل شوې امریکا او روسیه، همدې اوونۍ کې ویانا کې د اټومي وسلو د کنټرول لپاره خبرې اترې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ، د اټومي وسلو د کنټرول لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارشال بیلینګسلي به د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سرګي ریابکوف سره د جون په ۲۲ مه او ۲۳ مه نېټه وګوري.
په راتلونکې کې د اټومي وسلو کنټرول به د امریکا او روسیې ددې لوړپوړو ډیپلوماټانو د بحث مهمه موضوع وي.
د امریکا متحده ایالتونو همدارنګه چین هم ددې خبرو اترو ته رابللی دی، خو تر اوسه پورې چین په دې خبرو اترو کې ګډون رد کړی.
تمه کېږي چې د ستراتیژیکو وسلو د کمولو تړون به، د امریکا او روسیې ترمنځ د نوي پیل د تړون ځای ونیسي چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شوی و.
د لس کلونو دا پخوانی تړون چې دواړه هېوادونه د ۱۵۵۰ اټومي سرګلولو په لرلو پورې محدودوي، د راتلونکې فبرورۍ په میاشت کې پای ته رسېږي.