چارواکي: غلام خان بندر دوه ورځې وروسته پرانیستل کېږي

د غلام خان بندر یوه څنډه

ټاکل شوې ده د خوست د غلام خان سوداګریز بندر تر راتلونکو دوو ورځو پورې د سوداګرو پرمخ پرانیستل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل، چې په دې اړه تياری نيول شوى دى او ټاکل شوې ده دغه بندر د چنګاښ د مياشتې په دويمه نېټه په رسمي ډول پرانیستل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د غلام خان بندر واټڼ چې د خوست د ګربز ولسوالۍ لپه غلام خان کلي کې موقعيت لري د تورخم بندر په نسبت د پاکستان د کراچۍ له تجارتي بندر سره څه ناڅه څلورسوه اويا کيلومتره لنډ دى.

ښاغلي مومند وويل چې دافغانستان لورى په دغه بندر کې ګمرکي تاسيسات جوړ کړي دي خو د ټرانزيټ لپاره کفايت نه کوي او بايد زيات تاسيسات جوړ شي.

غلام خان بندر له سپین بولدک وروسته له کراچۍ بندر تر کابل تر ټولو لنډه لار ده.

دغه لار له تورخم بندر- چې اوس له پاکستان سره تر ټولو بوخت بندر دی- (۴۶۱ کیلومتره) لنډه، خو له سپین بولدک (۱۱۱ کیلومتره) اوږده ده.

د غلام خان بندر په رسمي کېدو سره افغان سوداګر له کراچۍ بندر د تورخم بندر په نسبت په لږ وخت کې تجارتي مالونه کابل او شاوخوا سیمو ته رسولی شي.