سمر: لا هم افغانستان کې جنسي زورزیاتی یوه جدي ستونزه ده

سیما سمر 

د بشري حقونو او نړیوالو په چارو کې د دولت وزیره وايي، لا هم د افغانستان په ګډون په نړۍ کې په شخړو کې جنسي زورزیاتی یوه جدي ستونزه ده.

سیما سمر دا خبره په داسې حال کې وکړه، چې پرون د جون ۱۹مه، په شخړو کې د جنسي زورزیاتي د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره وه.

دا شپږم کال دی، چې ملګري ملتونه دا ورځ د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د پیوستون د ایجاد په نیت لمانځي.

مېرمن سیما سمر زیاته کړه: "باید دا جنسي زورزیاتي چې د انساني کرامت ضد دی، باید له منځه یووړل شي، له بده مرغه هغه څه چې اورو او ګورو، د شخړې په حالاتو کې له جنسي زورزیاتي د جنګ د وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پرون په دې مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د کرونا ویروس وبا په شخړو کې د جنسي زورزياتي قرباني شوي او ژغورل شوي کسان هم اغېزمن کړي دي.