د ایران یو پخوانی قاضي رومانیا کې مړ موندل شوی

په بخارست کې پولیس وايي، دغه ۵۲ کلن ایرانی پرون جمعه ظاهراً د هوټل له کړکۍ لاندې لوېدلی او مړ شوی دی.

د ایران یو پخوانی قاضي چې د اداري فساد د تورونو له کبله د تهران تر تعقیب لاندې و، د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې مړ موندل شوی دی.

په بخارست کې پولیس وايي، دغه ۵۲ کلن ایرانی پرون جمعه ظاهراً د هوټل له کړکۍ لاندې لوېدلی او مړ شوی دی.

دوی یوازې دومره ویلي چې دغه کس، د یوه بل هېواد په خاوره کې د جرمونو د ادعاوو له کبله، د هغه هېواد تر قضايي تعقیب لاندې و.

رسمي سرچینو ازادۍ راډیو ته تایید کړې چې طبي راپور ښيي دغه کس غلام رضا منصوري نومېږي، چې تېر کال د ۵۶۰زره ډالرو معادل د رشوت تر اخیستو وروسته له ایرانه تښتېدلی و.

منصوري په هغه ویډیو کې چې تېره اوونۍ یې انلاین خپره کړې وه دغه تورونه رد کړي وو او ویلی یې وو، له ایرانه د درملنې په نیت وتلی دی.

ده ویلي وو، د کرونا ویروس له کبله لګول شویو محدودیتونو ایران ته د ده د تګ مخه نیولې ده.

خو د خپل ځایځایګي په اړه یې په اړه یې معلومات نه وو ورکړي.