اروپايي ټولنې د کرونا له کبله د ځپل شوي اقتصاد په اړه غونډه پیل کړې

بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر

د اروپایي ټولنې مشرانو د کرونا له کبله د ځپل شوي اقتصاد د بیا په پښو درېدو په هدف خپله غونډه پیل کړه.

په دغې غونډه کې د اروپایي کمېسیون د مشرې اورځلا وان دیرلین پر وړاندیز بحث کېږي، د دغه وړاندیز له مخې د اروپا د اقتصاد بیا رغونې ته د ۷۵۰ میلیاردو یورو په ارزښت یو پلان جوړېږي.

د اروپایي ټولنې د اقتصادي رغونې په برخه کې د ټولنې د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف شته.

د اووه ویشت غړیو هېوادو دا ټولنه د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه ترسره کوي.

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادو کې تر یولک ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دا هېوادونه په بې سارې ډول له اقتصادي بحران سره مخامخ شوې دي.