چارواکي: پکتیکا کې ۱۷ طالبان وژل شوي

ارشیف

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د سروضې ولسوالۍ د سقوط په هدف د طالبانو برید یې په شا تمبولی دی.

د پکتیکا امنیه قومندان نثار احمد عبدالرحیمزي نن خبریالانو ته وویل، د طالبانو د دغه ډله ییز برید په ځواب کې له هوایي ځواکه هم کار اخیستل شوی.

هغه زیاته کړه: "نن شپه په یوه نیمه بجه د سروضې ولسوالۍ په اړوند پوستو تهاجمي او ډله ییزه حمله ترسره شوه، خوشبختانه چې د دفاعي ځوابي برید په نتیجه کې د دښمن له ۱۷ زیات مړه او تر څنګ يې د دښمن له ۱۲تر ۱۵ پورې د دوی زخیمان دي، همدارنګه دوی غوښتل چې د سروضې ولسوالۍ په مکمله توګه باندې سقوط کړي ولې خوشبختانه چې د دوی دا خوب رښتیا نشو."

ښاغلي عبدالرحمیزي رسنیو ته هغه موټر سایکلونه او مهمات هم وښودل چې د ده په ټکو له طالبانو نه د جګړې په ډګر کې پاته دي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.