د کندز ولسي استازي: طالبانو په اقتاش کې ۷ ولسي پاڅون کوونکي وژلي

ارشیف

د کندز ولسي استازي او ځایي مسئولین وایي، اقتاش ولسوالۍ کې طالبانو ۷ ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان تېره شپه د بند برق په ساحه کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستو برید وکړ.

ښاغلی امیري وایي، برید کې درې پاڅون کوونکي ټپیان شوي هم دي او طالبانو له برید وروسته د پوستې تجهیزات او وسلې له ځان سره وړي دي.

د کندز پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په اقتاش کې یوې بلې ځایي سرچینې ازادي راډیو ته دغه خبر تائید کړ.

اقتاش د کندز له نویو جوړو شویو ولسوالیو نه ده چې د پنځو کلونو په تېریدو یې تر اوسه اداري تشکیل نه دی فعاله شوی.