مکنزي: افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر راکم شوی

آرشیف

د امریکا متحده ایالتونو د طالبانو سره په تېر فبرورۍ کې د لاسلیک کړي تړون د یوې برخې په توګه افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړی.

دا خبره امریکايي جنرال فرانک مکنزي چې په سیمه کې د امریکايي سرتېرو څارنه کوي، د پنجشبې په ورځ کړې ده.

د اسوشیتد پریس خبري اژانس وايي، جنرال مکنزي دا څرګنده نه کړه چې کله او په کومه برخه کې به نور امریکايي سرتېري راکم شي.

هغه یادونه وکړه چې د طالبانو سره د لاسلیک شوې تړون له مخې باید امریکا د راتلونکې کال تر مې میاشتې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي، خو ویې وویل دا داسې تعهد دی چې پوره کول به یې د طالبانو له خو په یو لړ اقداماتو پورې تړلي وي.

دې امریکايي جنرال پرته له دې چې په مستقیمه توګه د ۸۶۰۰ سرتېرو د شمېر یادونه وکړي وویل: "موږ د فبرورۍ د میاشتې د هوکړې سره سم شمير کې یوو."

د طالبانو او امریکا ترمنځ فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شوې تړون له مخې باید په افغانستان کې په ۱۳۵ ورځو کې د جولای نیمايي کې پوره کېږي، د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ سرتېرو ته راکم شي.

د هوکړې د لاسلیک پر مهال افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر دولس زره وو، او کمېدل یې له همدې شمېر حسابېږي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، جنرال مکنزي د اسپین د ستراتیژۍ د ډلې په غونډه کې وویل: "موږ ( له طالبانو سره ) دهوکړې خپله برخه پوره کړې ده."

مکنزي ویلي، که شرایط سم وي، ټول امریکايي سرتېري به له افغانستان څخه ووځي.

د نوموړې په وینا هغه شرایط چې دوی به قانع کړي دا دي چې له افغانستان څخه به په امریکا بریدونه نه کېږي.

جنرال مکنزي زیاته کړه دا طالبان نه دي بلکې معلومه خبره ده چې دا القاعده او داعش دي.

دې امریکايي وویل: "موږ طالبان څارو."

د هغه په وینا هغوی تر اوسه قضیه بشپړه کړې نه ده او لا هم ورته فرصت شته چې بشپړه یې کړي خو خبرداری یې ورکړ چې وخت په کمېدو دی.

طالبانو د فبروۍ د تړون له مخې ژمنه کړې چې د افغانستان پر خاوره به هغه سخت دریځي نه پرېږدي چې په امریکا او متحدانو یې بریدونه کوي.