د امریکا د ۴ نړیوالو رسنیو رئیسان له دندو لرې شوي دي

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رئیس جیمي فلای

د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې نوي ریس مایکل پک د امریکا د متحدو ایالتونو د څلور نړیوالو رسنیو او د انټرنېټ د ازادۍ د ټیکنالوژۍ د تمویل د یو سازمان رئیسان له دندو لرې کړي دي.

له دندو په دې لرې کولو کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رئیس جیمي فلای، او د ازادې اسیا راډیو، د منځني ختیځ د شبکې، د کیوبا د خپرونو دفتر او د پرانیستې ټیکنالوژۍ د صندوق رئیسان په کې شامل دي.

له دندو دا لرې کول له هغې څو ورځې وروسته دي چې د امریکا غږ رئیس او مرستیال یې چې هغه هم د امریکا د نړیوالو رسنیو په ادارې پورې تړلې له دندو استعفاوې وکړې.

مایکل پک، په هغه لیک کې چې تر دې مخکې یې د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې کارکونکو ته استولی، د امریکا د نړیوالو رسنیو خپلواکۍ او په ټوله نړۍ کې مخاطبانو ته د بې پرې معلوماتو او خبرونو وړاندې کولو ته پر خپله ژمنتیا ټینګار کړی و.

د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې غړي بنسټونه د ۷۹۸ میلیونه ډالرو کلنۍ بودیجې سره په نړۍ کې د ولسواکۍ د ارزښتونو د ملاتړ په خاطر تر سلو زیاتو هېوادونو کې انټرنېټي، تلویزوني او راډیو خپرونې لري.