ترکیه: د عراق په شمال کې د کرد وسله والو ۵۰۰ مرکزونه مو په نښه کړي

دا عملیات د سه شنبې په ورځ د ترکیې پر یوې پوځي اډې د کرد وسله والو د برید په ځواب کې پیل شول.

د ترکیې دفاع وزارت وايي چې پوځي ځواکونو یې د عراق په شمال کې د کرد وسله والو ۵۰۰ مرکزونه په نښه کړي دي.

د ترکیې دفاع وزارت نن پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل د کردستان د کارګرانو د ګوند یا پي کې کې پر ضد د ببر د خپړې په نوم دا عملیات د سه شنبې په ورځ د ترکیې پر یوې پوځي اډې د کرد وسله والو د برید په ځواب کې پیل شول.

د یکشنبې او سه شنبې په ورځو هم د عراق په شمال کې د ترکیې د هوايي پوځ په حملو کې د پې کې کې اهداف په نښه شول.

ترکیه، متحدایالات او اروپايي ټولنه پي کې کې چې له څلوېښتو کلونو راهیسې د کردانو لپاره د پراخو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د ترکیې د حکومت پرضد مبارزه کوي، یوه تروریستي ډله ګڼي.