د خوست ولایت چارواکي وايي چې غلام خان بندر د راروانې دوشنبې په ورځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ بېرته پرانیستل کېږي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل نن پنجشنبې آزادۍ راډیو ته وویل، ولسمشر اشرف غني د خوست والي ته ویلي دي چې غلام خان بندر به د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ د چنګاښ له دوهمې نېټې خلاصېږي.
هغه زیاته کړه: "ولسمشر غني د خوست له والي محمدحلیم فدايي سره د ټېلیفوني اړیکې پرمهال ویلي چې خوستوالو ته ډاډ ورکړه چې د غلام خان بندر به پنځه ورځې وروسته خلاصېږي او دوه اړخیزه سوداګري به له دې لارې پیلېږي."
چارواکي وايي، د غلام خان لاره د پاکستان ستر سوداګریز بندر کراچۍ ته د نورو لارو پرتله نژدې څلور سوه کیلومتره لنډه ده.
د دوی په وینا دا بندر اقتصادي او سټراټيژیک ارزښت لري او په افغانستان کې به د بیو پر راټیټېدو اغېز ولري.