ملګري ملتونه وايي، د نړۍ د وګړو په سلو کې څه باندې یو له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري نن د جون په اتلسمه په یوه نوي راپور کې وویل، د جګړو او د سیاسي مخالفت له کبله د عدلي تعقیب په نتیجه کې د نړۍ نږدې اتیا میلیون وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې له دې سره په تېره یوه لسیزه کې د کډوالو شمیر دوه چنده شوی دی.
د یو این ایچ سي آر په راپور کې راغلي دي چې د تېرکال تر پایه د نړۍ په ۹۷ وګړو کې یو له خپل ټاټوبي څخه بېځایه شوی.
په راپور کې د دې ادارې د مشر فیلیپو ګراندې له قوله راغلي دي چې دا کسان د جګړو، عدلي تعقیب، د بشري حقونو د ناوړه وضعیت او د تشدد د نورو ډولونو له کبله خپلو مېنو ته نهشي ستنېدلای.
د ښاغلي ګراندې په وینا د نړۍ په سلو کې ۶۸ کډوال یوازې د سوریې، وینزویلا، افغانستان، جنوبي سودان او میانمر له هېوادونو څخه دي.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۹ کال ترپایه د نړۍ نږدې اتیا میلیون وګړي یا کډوال دي، یا یې په بل هېواد کې سیاسي پناه غوښتې او یا په کور دننه بېځایه شوي.