سیمه ییز چارواکي: تخار کې ماین چاودنې د مدرسې ۷ تنه زده کوونکي وژلي

تخار ولایت نقشه

د تخار سیمه‌يیز چارواکي وايي چې د دې ولایت په شکمش ولسوالۍ کې په یوه جومات کې د یوه ماین په چاودنه کې د مدرسې ۷ تنه زده کوونکي وژل شوي دي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر ازادۍ راډیو ته وویل چې نن سهار په یوولس بجې شااوخوا د راکټ یوه مرمۍ د زاړه ښار د مدرسې د طالبانو منځ کې چاودېدلې او ۱۵ کسان یې مړه او ټپیان کړي دي.

هغه زیاته کړه: "د زاړه ښار په یوه مدرسه کې چاودنه شوې، د راپورونو له مخې په مدرسه کې یو ماین ایښودل شوی و او شاګردان چې تماس ورسره کوي نو ماین چوي، په پېښه کې اووه کسان شهیدان شوي او اووه نور ټپیان دي، ټپیان د اشکمش مرکزي کلینیک ته لېږدول شوي دي."

ښاغلي اسیر زیاته کړه چې سیمې ته د څېړنو لپاره یوه ډله استول شوې ده څو د چاودنې د څرنګوالي په اړه تحقیقات وکړي.

عیني شاهدان وايي چې د دې پېښې قربانیان ټول له اتلسو کلونو کم عمره تنکي ځوانان دي.