لغمان چارواکي: طالبانو ۳۴ کسان له بنده آزاد کړي

ازادو شویو کسانو کې د لغمان سربېره د ننګرهار، کونړ او نورستان اوسېدونکي شامل دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د چهارشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره بندیان ۳۴ کسان خوشې شوي دي.

ښاغلي دولتزي وویل چې د ازادو شویو بندیانو له ډلې یې ۱۸ په الیشنګ، ۷ دولت شاه او ۹ په الینګار ولسوالۍ کې طالبانو خوشې کړي چې پرون یې لغمان مرکز مهترلام کې د لغمان له چارواکو سره هم ولیدل.

د دولتزي په خبره، دا به وروسته مالومه شي چې خوشې شويو کې یې څومره امنيتي ځواکونه دي.

ازادو شویو کسانو کې د لغمان سربېره د ننګرهار، کونړ او نورستان اوسېدونکي شامل دي.