د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، پکتیا کې د ماین چاودنې درې ملکیان وژلي او یو بلیې ټپي کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ماین تېره ورځ د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې وچاودېد چې یوه ښځه او دوه نجونې یې ووژلې او یو ووړ ماشومیې ټپی کړ.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ماین د طالبانو لهخوا ځای پر ځای شوی و او د دغې کورنۍ غړي هغه مهال پرې وربرابر شول چې له یوه واده کور ته ستنېدل.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.