د افغانستان د ملي اردو د مرګ قطعې ۷۳ کسیزه ډله له ځانګړو زدهکړو فارغه شوه.
په دې مناسبت پرون د کابل د پلچرخي په سیمه کې د ملي لوا په ګارنېزیون کې ځانګړي مراسم ترسره شول.
د ځانګړو ځواکونو د چارواکو په وینا له شااوخوا زر تنه کمانډو ځواکونو دا کسان انتخاب شوي وو چې پنځه میاشتې یې زدهکړې وکړې او تمریناتیې ترسره کړل.
د مرګ قطعې تر دې مخکې ۲۰۰ سرتېري لرل.