'کاپیسا کې د طالبانو تر ځمکې لاندې یو پناهځای له‌منځه وېوړل شو'

د کاپیسا نقشه

په کاپیسا کې امنیتي چارواکي وایي چې تر ځمکې لاندې یې د طالبانو یو پناهځای له‌منځه وړی دی.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې دا پټنځای په نجراب ولسوالۍ کې پرون ونړول شو، د عملیاتو پر مهال درې طالبان ووژل شول او درې تنه‌یې ټپيان شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دې ویلي.