د افغانستان یوه خصوصي شرکت د لومړي ځل لپاره ماشین الات صادر کړل

ارشیف

د افغانستان یوه خصوصي شرکت د لومړي ځل لپاره تاجکستان ته زراعتي ماشین الات صادر کړل.

په ننګرهار کې جاوېد افغان شرکت وایي، ۱۲ ترېشر ماشینونه‌یې چې غنم له پروړې بېلوي، تاجکستان ته استولي دي.

د دې شرکت رئیس او څښتن تور ملنګ شګیوال ازادي راډیو ته د چهارشنبې په ورځ وویل، هر ماشین ۲۰۰ زره افغانۍ پلورل شوی دی چې د سې شنبې په ورځ تاجکستان ته ورسېدل.

ښاغلی شګیوال زیاتوي: "د دې ماشین الاتو ۷۵ په سلو کې خام مواد د افغانستان د داخل دي. موږ د اوسپنې د ویلي کېدو فابریکه لرو چې د دې ماشین الاتو پرزې جوړوي او پاتې پرزې له چین او ترکیې واردوو."

ښاغلي شګیوال زیاته کړه چې د دوی له دې ماشینونو څخه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خلک کار اخلي او هڅه‌یې دا ده چې راتلونکی کال خپل صادرات د ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان بازارونو ته پسې پراخ کړي.