جوزجان کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید کې ۷ تنه وژل شوي

د جوزجان نقشه

د افغانستان ملي دفاع وزارت د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلي په جوزجان کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۷ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې تنه ټپیان دي.

تر دې وړاندې د جوزجان ولایت چارواکو ویلي وو چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېر ماښام په اقچه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې متقابلو نښتو تر نن سهار پورې دوام درلود.

ښاغلي اذر زیاته کړه: "وسله‌والو طالبانو تېره شپه د اقچه ولسوالۍ په بالاحصار او جبار شهید امنیتي پوستو تهاجمي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د ملي اردو ۱۲ سرتېري وژل شوي، پنځه تنه ټپیان دي او څلور سرتېري هم طالبانو اسیر نیولي دي."

ښاغلي اذر زیاته کړه چې په دې نښتو کې ۱۵ طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې د اسیر شویو سرتېرو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال لیکي چې د اقچې بالاحصار په سیمه کې یوه مهمه امنیتي پوسته ده چې د چارواکو په خبره څو ځلې د طالبانو او بیا د افغان ځواکونو له‌خوا نیول شوې ده.

که څه هم طالبانو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي او ادعا کوي چې دا پوسته‌یې نیولې، خو افغان چارواکي دا ادعا ردوي.

سره له دې چې د افغانستان د سولې د ټينګښت لپاره هڅې روانې دي، خو د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.