وسلهوالو طالبانو د خوست د یکشنبې شپې په پېښه کې تورن کسان نیولي او یو یې وژلی.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي لیکلي پیغام کې ویلي چې هغه دوه تنه قاتلینیې نیولي چې د خوست د اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ په دیګانو سیمه کې د یکشنبې د شپې په پېښه کې یې لاس درلود.
مجاهد وایي، دغه کسان د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې نیول شوي او لهمنځه یې یو تن قاتل هغه مهال ووژل شو چې د تېښتې هڅهیې وکړه.
مجاهد زیاته کړې چې د روژه ګل زوی هم چې په دې جرم کې شریک پېژندل شوی، له دوی سره اوسمهال بندي دی او د دوی محکمې ته سپارل شوی.
دغه دوه تورن کسان چې په خوست کې د یکشنبې د شپې په پېښه کې ښکېل بلل شوي، یوه کور ته وراوښتي وو او د یوې کورنۍ اووه غړي یې وژلي و او بل ماشومیې ټپي کړی و.
له دې وړاندې د خوست امنیتي چارواکو ویلي و چې په پېښه کې تورن کسان د وسلهوالو طالبانو تر واک لاندې سیمو ته تښتېدلي، خو د ځای په اړهیې جزئیات نهو ورکړي.