'د افغانستان صادراتو کې شته ننګونو خصوصي سکټور ته ستونزې پیدا کړي'

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي د افغانستان په صادراتو کې شته ننګونو خصوصي سکټور ته ګڼې ستونزې راپیدا کړې دي.

د دغې خونې د عامه اړیکو رئیس جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال افغاني توکي له بازار موندنې پرته په ډېره ټیټه بیه د سیمې هېوادونو ته استول کېږي.

نوموړي وویل چې د صادراتي موادو د انتقال پر مهال په بندرونو کې خنډونه له نورو ستونزو دي.

ښاغلی نوید په ځنډ سره ګمرکي مراحل، د نړیوالو مقرراتو نه‌پلي کېدل، لوړه تعرفه او یو شمېر نورو ستونزو ته اشاره کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، دا مهال ۹۵ سلنه صادرات پاکستان او هند ته کېږی چې د بازار نشتوالي ورته ستونزې پیدا کړې دي.

ښاغلی نوید وایي، پاکستان دا مهال په افغاني محصولاتو د لوړو ګمرکي تعرفې په لګولو سره افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.

خو تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي څو د سوداګرو ستونزې هوارې کړي.