سعودي کې افغان سفیر: لا هم د حج مراسمو ترسره کېدل نه‌دي څرګند

مکه معظمه

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وايي، تر اوسه لا هم نه‌ده څرګنده چې سږ کال به د حج مراسم ترسره شي او کنه.

په ریاض کې افغان سفير احمد جاوېد مجددي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یو استولي پیغام کې وویل، دوی په دې برخه کې د سعودي عربستان د چارواکو وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.

په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدو ګڼ دیني او ټولنیز مراسم ځنډولي دي. ښاغلي مجددي وايي، سعودي کې د کرونا پېښې ورځ په ورځ زیاتېږي او د سې شنبې تر ورځې په دې هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر شااوخوا یو لکو ۳۰ زرو کسانو ته رسېده.

ښاغلي مجددي زیاته کړه: "دې حالت ته په پام موږ ټول د سعودي عربستان د رسمي مراجعو د اعلان په تمه یوو چې سږ کال به د حج فریضه ادا کېږي او کنه او که ادا کېږي په کومو شرایطو او کومه کچه به وي. تېره اوونۍ د سعودي چارواکو اعلان وکړ چې دوی سږ کال د حج مراسمو د نه‌ترسره کېدو په اړه د بحث او ارزونې په وروستۍ مرحله کې دي او ښايي په راتلونکې یوه اوونۍ کې خپله پرېکړه اعلان کړي."

له افغانستان څخه د نورې اسلامي نړۍ په څېر هر کال زرګونه کسان د حج مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.

سږ کال د حج مراسمو د ادا وخت د جولای میاشتې په پای کې رارسېږي او که د کرونا وبا له کبله د حج مراسم ادا نه‌شي، دا به په معاصر تاریخ کې لومړی ځل وي چې د حج مراسم لغوه کېږي.