د قرغزستان صدراعظم له خپلې دندې ګوښه شو

محمد قلي ابیل غازي يېف

د قرغزستان صدراعظم د اداري فساد په تور له خپلې دندې ګوښه شو.

محمد قلي ابیل غازي يېف د راډيو د فریکوینسي او څپو په پلورلو تورن شوی دی.

ده د دوشنبې په ورځ د جون په پنځلسمه نېټه وویل چې له دې قضیې سره تړاو نه لري او ورباندې تړل شوي تورونه بې بنسټه دي.

د ابیل غازي يېف له قوله ویل شوي چې د اداري فساد په اړه پلټنې پر حکومت د خلکو اعتماد کموي او هغه هم په داسې حال کې چې دولت له کرونا ویروس سره په مبارزه بوخت دی.

د قرغزستان صدراعظم د مې په اووه ویشتمه نېټه دوه اوونۍ رخصتي واخیسته او پر همدې مهال د راډیو د فریکونسي د پلورل کېدو خبر خپور شو.

د قرغزستان ولسمشر ابیل غازي يېف د ۲۰۱۸ میلادي کال په اپرېل میاشت کې د صدراعظم په توګه معرفي کړ او تر دوو کلونو زیاته موده یې پر دې دنده کار وکړ.