چارواکي: طالبانو لوګر او فاریاب کې ۵ افغان سرتېري وژلي

ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

په لوګر او فاریاب ولایتونو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو په بریدونو کې ۵ سرتېري وژل شوي دي.

د لوګر د مرکز اړوند په کنجک سیمه کې نن ماسپښین ناوخته وسله‌والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر ګزمه برید کړی چې له امله‌یې دوه سرتېري وژل شوي او یو هاموې ټانک‌یې ویجاړ شوی دی.

د لوګر امنیه قومندانۍ ازادي راډیو ته پېښه تأیید کړه، خو په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

بل‌خوا د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د پولیسو پر قرارګاه د طالبانو په برید کې درې پولیس وژل شوي دي.

دا برید تېره شپه لس نیمې بجې پیل او تر نن سهار پورې یې دوام درلود.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش نن ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونه وتوانېدل دا برید په شا وتمبوي او په وینا یې ۱۷ طالبان ووژل شول، پنځه نور یې ټپیان شول.

وسله‌والو طاالبانو تر اوسه د دواړو پیښو په اړه څه نه‌دي ویلي.

افغان چارواکي وایي وروسته له هغه چې د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې توافق لاسلیک شوی، وسله‌والو طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه ډیر کړي دي.