بې‌پولې ډاکترانو بنسټ د کابل دشت برچي زېږنتون سره فعالیت بند کړ

کابل کې د دشت برچي سل بستریز روغتون

په افغانستان کې د بې‌پولو ډاکترانو بنسټ وایي د کابل په دشت برچي سیمه کې یې له هغه زېږنتون سره خپل فعالیت بند کړ چې تېره میاشت خونړی برید ورباندې وشو.

د دغه بنسټ په یوې اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي دا پرېکړه‌یې وروسته له هغه کړې چې پر یاد روغتون تر برید یوه میاشت وروسته لا هم د هغه برید د انګېزې او یا هم د برید کوونکو په اړه هېڅ ډول معلومات ترلاسه نه‌شول.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د برچي په ملي سل بستریز روغتون باندې د درېیو ځانمرګو په برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د بې‌پولې ډاکترانو مؤسسې د روغتون د دې برخې د مدیریت دنده درلوده، د دوی په وینا موخه د روغتون زېږنتون و.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسؤلیت نه‌دی منلی، خو د افغانستان حکومت‌یې پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان وایي دا کار د دوی نه‌دی کړی.

په همدې حال کې امریکایي چارواکي وايي، د دوی موندنې ښيي چې دا برید داعش ډلې کړی دی.

د بې‌پولې ډاکټرانو بنسټ وایي په هغه برید کې د دوی یوه کارکوونکې هم وژل شوې ده او اندېښنه لري چې ښایي په راتلونکي کې هم ورته پېښې تکرار شي.

د یا د بنسټ مسؤلین دا پرېکړه اړینه، خو له درده ډکه بولي ځکه د دوی په خبره د همدې دشت برچي د زېږنتون له اړخه به په سیمه کې شاوخوا یو میلیون وګړي د دوی له روغتیایي خدماتو بې‌برخې شي.

د ام اس اف مسؤلین زیاتوي په افغانستان کې د هلمند، هرات، کندهار، خوست او کندز ولایتونو کې خپلو روغتیایي پروګرامونو ته دوام ورکوي.