پکتیا چارواکي: احمد ابا کې ۱۱ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د پکتیا ولایت نقشه

د پکتیا چارواکي په احمد ابا ولسوالۍ کې ۱۱ وسله‌والو طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبر ورکړ.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۵ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شول.

د ښاغلي حسرت په خبره په دې برید کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

نوموړی زیاتوي چې په یاده نښته کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

افغان چارواکي وایي، د فبرورۍ له ۲۹ نېټې څخه چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو تړون لاسلیک شوی، پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.