په لغمان کې یوه کس خپله خور او مېرمن په ډزو وژلي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته ویلي چې د مرکز مهترلام اړوند بابا صيب کمپ کې د خوشبين په نوم يوه کس د کورني تاوتريخوالي له امله په خپلو دوو مېرمنو او خور ډزې کړي چې له املهیې د نوموړي يوه مېرمن او خور وژل شوي او بله مېرمنیې ټپي شوې ده.
د ښاغلي دولتزي په خبره ټپي مېرمن روغتون ته انتقال شوې او تر درملنې لاندې ده.
دولتزی زیاتوي، د دغې پېښې عامل خوشبين چې اصلاً د بديعالاباد اوسېدونکى دى، د پوليسو له لوري نيول شوی او تر څېړنو لاندې دی.