لندن کې سلګونه افغانانو د ایران پر ضد لاریون وکړ

ارشیف

په لندن کې سلګونه افغانانو د ایران په ضد لاریون وکړ او له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو زورزیاتی یې وغانده.

لاریون کوونکو د ایران سفارت مخې ته "مرګ پر ایران" د افغانانو وژنه بس کړی او مونږ عدالت غواړو شعارونه ورکول.

په لندن کې میشت افغان خبریال میروس افغان ازادي راډیو ته وویل چې پروني لاریونونو ته د لندن له شااوخوا ښارونو هم افغانان ورغلي وو.

هغه زیاته کړه: "دوی دا غوښتنه لرله چې ایران دې نور پر افغانانو ظلمونه بس کړي، دوی ویل د هغو افغانانو پوښتنه باید وشي چې ایران شهیدان کړي او یا یې هم زورزیاتی ورسره کړی، دوی له افغان حکومت نه هم وغوښتل چې دې موضوع ته په جدي سترګه وګوري، دوی بریتانیا او نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د ایران د ظلمونو په وړاندې پټه خوله پاتې نه‌شي."

په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هم افغانانو د ایران ضد مظاهرې وکړې او هلته یې د افغان کډوالو د موټر د سوځولو او اوبو ته د هغوی د اچولو پېښې وغندلې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې ژر به په دې هدف یو لوړپوړی پلاوی ایران ته سفر وکړي.