امریکا کې د یوه بل تور پوستي د وژنې په غبرګون د لاریونونو نوې څپه

د لاریونونو یو انځور

په اتلانتا کې د ریشارد بروکس په نوم د هغه تورپوستي په اړه چې درې ورځې مخکې د پولیسو له خوا ووژل شو، د عدلي طب څېړنې ښیي چې نوموړی په ملا کې دوه ځلې په مرمیو لګېدلی دی.

دې پېښې په متحدو ایالتونو کې د پولیسو د بې رحمیو پرضد نوي اعتراضونه راپارولي دي.

د عدلي طب ادارې پرون یکشنبې په یوه بیان کې وویل، بروکس چې په ملا کې د مرمیو د لګېدو له امله یې داخلي ارګانونه زیانمن شوي او ډېره وینه یې له لاسه ورکړې وه، مړ شوی دی.

عدلي طب د بروکس مړینه قتل بللی دی.

د هغه مړینې هغه اعتراضونه بیا پارولي چې د مینا پولیس ښارد پولیسو له خوا د جورج فلویډ په نوم د یوه بل تورپوستي د وژل کېدو د پیښې په غبرګون کې د پولیسو د بې رحمیو او نژادي تبعیض پرضد په متحدو ایالتونو او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې پیل شوې او څو اوونۍ یې دوام وکړ.

د بروکس د وژل کېدو د پېښې په تړاو د اتلانتا د پولیسو مشره هم له کاره لیرې شوې او سیمه ییز څارنوال ویلي چې روانه اوونۍ به د پولیسو هغه افسران رسماً تورن کړي چې په دې پېښه کې لاس لري.

د اتلانتا پولیسو له دندې د لرې کړای شوي افسر هویت هم په ډاګه کړی او ویلي یې دي، پولیس ګاریټ رولف نومېده.

د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ له یوه پوځي پوهنتونه د محصلینو د فراغت غونډې ته وویل: "زه د خپل ملي ګارد له نرینه او ښځو چې وروستیو ننګونو ته یې ښه ځواب ورکړ، مننه کوم، د طبیعي پېښو او طوفانونو په وړاندې د دوی چلند او د سولې د یقیني کولو، امنیت او قانون حاکمیت په برخه کې د دوی کارونه ستایم، مونږ له هر هغه کس نه مننه کوو چې د ملت د خدمت لپاره یې یونیفورم اغوستی دی."