افغان حکومت بندیانو ته الکترونیکي تذکرې ورکوي

افغان بندیان

د افغانستان حکومت وايي بندیانو ته الکترونیکي تذکرې ورکوي.

د افغانستان د محبسونو د تنظیم ریاست ویاند فرهاد بایاني وویل چې له پرون شنبې څخه د امنیت شورا او د احصائیې د مرکزي ادارې په همکارۍ دا پروسه په پلچرخي محبس کې پیل شوه.

بایاني د دې پروسې هدف د بندیانو د اصلي هویت او عمر د معلومولو ترڅنګ د هغوی د د دوسیو څېړل وباله.

بایاني دا هم وویل چې د ورځې به ۳۰۰ تنو ته تذکرې ورکړل شي.