هندي سینما، بالیووډ نن یو بل تکړه لوبغاړی هم له لاسه ورکړ.
ګڼو هندي رسنیو راپور ورکړی چې د سوشانت سېنګهـ راجپوت مړی نن په ممبی کې د بندرا په سیمه کې د هغه په کور کې پيدا شوی.
ویل کېږي چې دی له څو میاشتو خپګان نیولی و او مړی یې په داسې حالت کې موندل شوی چې ځانیې زندۍ کړی و.
پولیسو ویلي چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.
سوشانت د پي کې په نوم په یوه فلم کې له وتلي لوبغاړي عامر خان او تر هغه وروسته د هند د کرکټ د ملي ټیم د پخواني کپټان ام اس ډوني په ژوند باندې په جوړ شوي فلم کې لوبېدلی.
نور ګڼ فلمونه او ټلوېزیوني ډرامې یې لوبولي او وروستی فلمیې چینچورې نومېده.
د دغه فلم موضوع د ځان وژنې د مخنیوي په لارو چارو څرخېده او خلکو ته پهکې دا پيغام ورکول کېده چې ځان وژنه وروستۍ حل لار نهده.
ګڼو پېژندل شویو فلمي لوبغاړو د سوشانت سېنګهـ راجپوت په مړینې خواشیني ښودلې.
اکشي کمار په خپل ټویټر لیکلي چې د سوشانت وروستي فلم چینجورې وښوده چې هغه څومره یو تکړه لوبغاړی و. سنجې دت لیکلي چې د سوشانت په مرګ خبرې ترې هېرې دي او ډېر حیرانه شوی دی.