د پاکستان دروازو تړلو افغان سوداګرو ته ۱۰۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

ارشیف، تورخم کې ولاړې لارۍ

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي د افغان صادراتو په وړاندې د پاکستان دروازو تړل لامل شوي چې افغان سوداګرو ته نږدې ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالره مالي زیان ورسېږي.

د دې بورډ رئیس رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل په داسې حال کې چې اوس‌مهال په افغانستان کې د تازه مېوو د حاصل وخت دی پاکستاني حکومت د کندهارـسپین بولدک لاره د افغان صادراتو په وړاندې تړلې چې دې چارې افغان بزګران او سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي.

دی وايي اوس‌مهال په تورخم او سپین بولدک یوازې واردات کېږي او هره ورځ په اوسط ډول له ۴۰ تر ۵۰ لارۍ سوداګریز مالونه له پاکستانه دې خوا راتېرېږي، خو له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د افغان صادراتو په وړاندې دا لارې تړل شوې دي.

د متشبثینو عالي بورډ په ټینګار سره وايي که دغه لارې د افغان تولیداتو په وړاندې خلاصې نه‌شي، نو افغان سوداګرو ته به لوړ مالي زیانونه ورسېږي.

رحم‌الدین حاجي اغا له حکومت غواړي چې د دې ستونزې د حل په هدف ژر تر ژره لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د افغان سوداګرو او امریکا سفارت په ګډه ناسته کې هم په دې مسئله بحثونه شوي وو او د امریکا سفارت مرستیالې ژمنه کړې وه چې یاده موضوع به په کابل کې د پاکستان سفارت او په ټوله کې له پاکستاني حکومت سره بحث کړي، خو د افغان سوداګرو په وینا لا هم دغه ستونزه نه‌ده حل شوې.